راتلوونکی پارلمانی ټاکنی اوراتلوونکـی پارلمان؟
عزیزاحمد خوارمل عزیزاحمد خوارمل


دافغانستان هیوادکله چی دانګلیسانونه خپله خپلواکی ترلاسه کړ،داسیادوچی یوشمیرهیوادونه لاهم دزاړه استعمارترتسلط،فرمانروایي اوحاکمیت لاندی قراردرلودل،نودافغان سترهیواددآزادی کابوپه دریمه لیسزه کی وروسته تردوهمی نړیوالی جګړاودملګروملتونودجوړیدونه یوکال وروسته دغه خپلواک هیوادهم دملګروملیتونوغړیتوب ترلاسه کړ اودهغوموسیسواوبنسټ ایښدونکوهیوادنوپه قطارکی قرار ونیوچې دملګروملیتونوپه منځته راتللوکی یی فعال ګډون درلودل اوبرخه یی اخیستی وه،اودغړیتوب دلمړی ورځی نه تردااوسه پوری بیطرفه اوغیرمنسلک پاته سوی دی ،ځکه زموږ ګران هیواددخپل سوق الجهشی ،جغرافیوی اوتاریخی جوړښت له امله دډیرپخوانه چی داسیا دوچی په منځ کی پروت دی اودمنځنی اسیا وهیوادونوته ور(دروازه) اودسویلی اسیا وهیوادونوته دلوی پول (پل) حیثت لري په خپل دغوجیوپولیټیک خصوصیاتوسره دډیرلوړمقام اوارزښت نه برخورداره دی . که څه هم په څوتیرولسیزوکښی دستروهیوادونوفشارپه پسی وو چې افغانستان دی ددغوستروهیوادونوپه ستره لوبه (بازی بزرګ) اوپه نظامی پیمانونو کښی ګډون وکړی اوبرخه واخلی مګرترداننه یي ګډون ندی کړی اوبی طرف پاته شوی چې ښه مثال یي ددوهمی نړیوالی جګړی په وخت کی ددواړوخوالخوازموږدهیوادپرواکدارانوباندی لازم فشارراوستل سول امادوي دغه بی طرفی وساتل اوپه نتیجه کښی زموږدهغه وخت ددولت دغه عمل یي نړیوالویومثبت کاروبوله چې تردااوسه افغانستان په نړی کښی دیوه بی طرفه اوغیرمنسلک هیواد په نوم یادیږې اوتردی ګړی اوتردی دمه بی طرفی اوعدم انسلاک والی یي ترننه پوری ژوندی پاته دی .
ددولسیزووړاندی دافغانستان ددولت په رسمی غوښتنه دیوی پروتوکول په لاسلیک کولوسره چې د۱۳۵۷ کا ل دلړم (عقرب) په میاشت کی ددوهیوادونوافغانستان اودوخت دشوروی اتحادپه موافقه سره صورت ومونداوترسره شو، سري لښکری په قانونی ډول افغانستان ته راغلل اوبیرته ووتل چې دراتلوعلت اودوتوعوامل یي یوبل لوی بحث ته ضرورت دی،اوبیا تقریبآ دری کاله مخکی دسپتامبر دیوولسمی پیښی نه وروسته دیوشمیر قوماندان سالارانوپه مرسته دپنځه اویا میلونه ډالروپه اخیستلوسره امریکایي قواوي لمړی اوبیادناټوقواوی وروسته دامریکایانوله ډیروشدیدوبمباریونه افغانستان ته راداخل سول،امریکایانو خپل لاسپوڅی حکومت یي له منځه یوړل اوبیا یي خپلی نظامی قواوی افسران اوسربازان اوډیرعصری اومدرن نظامی وسایلواوتخنیکی سامان اوالاتوسره دافغانستان دشمال سمیی نه زموږهیوادته دتروریزم سره دمقابلي ترنامه لاندي راداخل سول ،دکوموهغوکسانوپه وړاندی هاسی مخته تللی نظامی وسایل،سامان اوالات یی په دی خوار هیوادکی پرخپلوپخواني ملګرواودوستانووچلول اوپرخپلوپخواني ملګروباندی استعمال کړ چې په هیڅ هیواد اوهیچا باندی تردااوسه بیله دعراق ددولت ،هیواد اوخلکونه، دنړی په بل هیواداوبل ځای کی دغسی راکټونه ،بمونه ..... اوټوپونه ،زره وی وسایل الوتکي نه وه استعمال سوی اونه وه تجربه سوی ، دالمړی ځل ووچې ددغوخونړی جنګ جګړوپه ترځ کی دغه مډرن اوعصری جنګی وسایل زموږپه هیوادکی اوزموږپرخلکواوزموږدخلکوپرکورونو،کلیــــو،بڼونو،باغچواوکروندو،مځکو،غرونو،ځنګلونواوشنودرواوټولنیزوشتمنیوباندی استعمال سول،او زموږډیربی ګناه خلک هم خپل ژوند دلاسه ورکړل . دمثال په توګه داورزګان په ولایت کی پریوواده دامریکایانولخوابریدوسول څه ناڅه -۱۴۵- تنه مظلوم او جنګ ځپلی اوبی ګناه افغانان مړه اوټپیان سول،دپکتیا په ولایت کی په حدوددپنځلسو کوچینانواوکمکییانودغلط اوناسم کوردیناتواوبمباری له کبله خپل ژونددلاسه ورکړل،اوهمدارنګه دغزنی په ولایت کی اضافه تردولسوتنوکمکییانواوماشومانوپه بمونواودالکوپترونوپه توپونواو ماشینګړوسره، بیا هم دغلطوکوردیناتو اوغلطو راپورونوپراساس خپل ژونددلاس ورکړل ،دخوست په ولایت کی دااعما ل اواجراات دامریکایي فوځیانولخواڅوځلی تکرارسویدی ،بی ګناه قومی مشران اونورغیرنظامی خلک پرناحقه شهیدان سوی دی،دجنګی اسیرانواونوروبی ګناه اواشتباهی خلکوسره چې په بګرام ،دقندهارپه هوایي میدان کی دامریکاییانوپه ستره نظامی آډه کی،دګوانتنامواوپه نوروپټواوښکاره زندانوکښی ډیرغیرانسانی اوغیربشری چلنددافغان بندیانواواسیرانوپه وړاندی تر سره سوی دی حتی غیراخلاقی اعمال هم ددوی په وړاندی انجام سوی دی،ددی څولسیزوپه جنګ جګړوکښی زموږ هيوادوال د داسې حالاتو سره هم مخامخ شول چې دوى يې هيڅ طمع او توقع نه درلوده، وګړي د هيواد پريښودو ته اړ سول ، په لكونو كسان معيوب او شهيدان شول چې د دې ټولو غميزو اساس اوعامل نااعلان شوی جنګونه اوتحملی جګړی دی چې زموږدخلکواواولسونواوزموږدهیوادپه وړاندی ،زموږ ددښمنانولخوارامنځته اوتردااوسه پوری زموږمتدین خلک ورسره مخامخ اوورسره لاس اوګریوان دی،تاسی یوواردی ته ځیرشی چې دافغانستان په ختیځ ولایت کنړونو کی دماڼوګی ولسوالی دچیچل کلی دامریکایي پوځیانوپه بمباریوکښی له پنځوسوزیات بی ګناه دکلی غیرنظامی ساده اوارام خلک ووژل سول ،ایا داوژل سوی خلک انسانان اوافغانان ندی ؟،دادامریکایي فوځیانو لومړنی دغه ډول کړه وړه اواقدامات ندی،امریکایي فوځیان ددی دروڅلوروکلونوراهیسی په بیلابیلوبهانواوپلموپه خپلوهــوایي اومځکنیوعملیاتواویرغـــلونوسره دافغــانستان په سلګونی بی ګناه خلک(نارینه اوښځینه،ماشومان اوکمکییان) يي وژلی اوشهیدان کړی دی . دبلی خوادافغــــانستان جـــــنوب اوختیځی سیمي په دی وروستیومیاشتوکی دطالبانوپه شمول دبیلابیلو باڼدګروپونو،ډلواوټپلوپه اکتفیدواوفعالیدوسره بی حده ناامنه شوی دي . همداډول امريكايانو پخوا څوځلی پاكستان دطالبانوسره په مرستی او بيا رامينځته كولو تورن کړی وو،خو پاكستان دغه تورونه رد كړي دي . د افغــــــــانستان او دامـــــريكی دچـــارواكـــو ، سياسي ډلــــو او مطــــبوعاتو په هـــــاند د افغــــانستان دننـــــــــــــی پرابلمونواومشکلاتو په اړه د پاكستان د چارواكو په ژمنه او عمل كښی دوه گونی چلند ددي سبب شوی چې هغوی د اسلام اباد د حكومت په دغو کړنو باور ونه كړي .امریکایی مقامات پدی باوري دي چې پاكستان په اوسنيو حالاتو كی يوبل نوي استراتيژي يي غوره كړي ده چې افغانستان د كورنيو نښتواوکړکیچینوحالاتوپه لوروکاږي مګرامریکاییان بیاپاکستان دتروریزم پرضدخپل استراتژیک ملګری هم بولی؟. اودااوس ټول ګاونډی هیوادونه په خپل وارسره زموږپه هیوادکی په ډول ډول لاس وهنوبوخت دی ؟. راځو اوس وننی مهم اومبرم اصلی اوبنسټیزومسایلوته چې هغه دافغانستان وپارلمان ته دسیمو علاقدارویو،ولسوالیو،ښارونواوپه ولایتونوکی دخلکوداستازوټاکنی اوانتخابول دی ،اودخلکوداستازوقانونی صلاحیتونه اومسؤولیتونه دخلکو،دولت اودټولنی په وړاندی ډیر مبرم دمسؤولیتونوډک تاریخی مسایل دی کوم چی په قانونی،حقوقی،سیاسی اوټولوټولنیزو،کلتوری،فرهنګی ،اقتصادی اونوربرخوکی دنوی پارلمان اساسی دندی په اجرااتی اوکنترولی اونظارتی برخوکی تشکیلوی،پارلمان یا ملی شورایا مقننیه قوه په لنډډول د ولسی جرګې اومشرانوجرګې څخه عبارت دی ځکه دادوي جرګې ولسی جرګه اومشرانوجرګه بیا عبارت دهغه پارلمانی، تقنینه تشکیل،جوړښت او ارګانونو څخه دی چې تراساسي قانون رالاندی دچاروپه هکله پړیکړی کولای شي ،په واضح ډول دوي هغه قوانین تصویبه وی اوجوړه وي چې اساسی قانون په ګوته کوی اوله دی قانونه راوتلی وی اویاددی قانونه رازیږیدلي وي .اودټولنیزوچارو،دکلتوری چارو د فرهنګي چارو، اقتصادي چارو او تكنالوژيكي چارود پروګرامونو د تصويب صلاحیت اوواك لري، د دولتي بودجې د تصويب يا كمولو او زياتولو صلاحيت لري، د اداري واحدونو د تعديل او يا لغو كولو واك لري، د دولتونو تر منځ د تړونونو او نړيوالو ميثاقونو د تصديق يا نه منلو صلاحيت لري اوداسې نور صلاحیتونه ......... چې د اساسي قانون دمندرجوموادومطابق وپارلمان ته وظایف اودندی سپارلي دی ،واک اوصلاحتونه لری او بیا وروسته د دولت رئيس يې دفرمانوپه وسیله هغه توشيح كولاى شي.
خو هغه لوى چاری ،مسؤولیتونه اورسمی کارونه چې د هېوادد لوړواوسترو ګټو سره تړلي وی د حكومت او ولسي جرګې دصلاحیت ،دقدرت او واك نه لوړ دي او د هغومهمواوستروچارو په برخه كې د تصميم نيولو واك،قدرت اوصلاحیت اودتصمیم نیولوستره مرجع اوعالی مقام یوازی اویوازی لويه جرګه ده اودغه ټول قدرت اوواک دلويي جرګې سره دى چې په هغې كې د هېواد د خپلواكۍ، ملي واکمنۍ، مځكنۍ بشپړتيا اونورو سترو مصلحتونو پورې د مربوطو چارو په هکله تصميم نيول، د اساسي قانون د حكمونو تعديل او د اړتيا پر وخت د جمهور رئيس محاكمه كول، شامل دي. البته ولسي جرګې بيا كولاى شی چې د داسې مهمومسایلودتصویب اودحل دپاره اوداړتيا د پېښېدو په وخت كې د خپلو غړو لـه رايو نه د دوو برخو په پرېكړه سره، لويه جرګه رادعوت کړی اووی غواړي او بيا لويه جرګه تصميم ونيسي. اوس دلته یومهم سوال مطرح کیږی هغه داچې ایا پارلمان کولای شی چې د هیوادپه دننه کی دپردیو تل پاته نظامی آډی دپاته کیدودتصویب صلاحیت ولري که نه؟ که داساسی قانون دمندرجوموادواومطالبوهغه برخی ته چې هغه په پارلمان پوری اړه لري،نظرواچول سی په څرګنده ډول دا موضوع لـه هغه يادو شوو موضوعاتو څخه نه ده چې د ولسي جرګې او د دولت د مشرتابه په واك ،قدرت اوصلاحیت کی دي وی، بلكې داستره ،مهمه اوپیچلی مسله چې هغه هم په یوآزاداومستقیل هېواد كې د پرديو دايمي نظامي اډی ځای پرځای کول په خپله خاوره اوهیوادکی دوی ته اجازه وركول بیله ددولت دمشوری ،بیله ددولت دمسلحوقواودمشوری پرخپل سر دهیوادپه هرګوټ کی دتروریزم ترنامه لاندی دبی ګناه اوغیرنظامی خلکووژل،دکلیو،کورونو،ځنګلونواونوروشتمنیوورانه ول ،زما په هانددټولوملی ګټواومنافیعو سره مخالف کاراوعمل دی .دافغانستان داساسی قانون دمندرجومواداومطالبوپه نظرکی نیولوسره وخارجی نظامی اډوته په افغانستان کی تریومعین وخت پوری دهغوپاته کیدل اوځای پرځای کیدل دننه په هېوادکی دایولویه مسله اومهم کاردی چې دغه ستره ننی موضوع دنوروسترومسایلوترڅنګ لکه د خپلواكۍ، ملي واکمنی،مځكني بشپړتيا اونورو سترو مصلحتونوترڅنګ شامل دی اودهغو اساسی اودپام وړبنسټیزاوبنیادی موضوعاتو له جملی نه ګڼل کیږی چې د داسې هیوادنی ستری موضوع پرېكړه يوازې او يوازې د لويې جرګې واك دى اوبل کوم مرجع اومقام دافیصله اوتصویب نه شی کولای .
د خارجي اډیی د پاته کیدو اودهغه ځای پرځای کیدل په هیوادکی یوه ستره اوبااهميته موضوع ده او لـه هغو ساده اوبسیطوموضوعاتو څخه نه ګڼل کیږی چې پارلمان دې پرېكړه پرې وكړي او تصويب يې كړي،داستره موضوع په سراسری لوي جرګې پوری تړلی دی اوودی سترتقنینی کارته بل دواک اودصلاحیت اودتصمیم اوتصویب مقام اوعالی تقنینی ارګان بیله لوی جرګي نه نسته . دلته باید په څرګنده توګه ووایم چی خارجی قواوی نه داچې په هیوادکی دامنیت په ټینګولوکی ،دمخریبوبانډونواوټروریسټی ډلو،ټپلواوخودسره مسلحوګروپونوپه منځه وړلوکی ستری دندی ترسره کړیدی اونسبی ثبات یي په هیوادکی رامنځته کړی دي ،زموږپه هیوادکی دسولی په تامینولواودبیاروغاونی په چاروکی رول لوبولی دی ،تیرکال دامریکایی قواواوخاصتآدایساف(ناټو) دنظامی قواوو په موجودیت کی اودبین المللــی استازوترنظارت لاندی دافغــــانستان داسلامـــی دولت جمهـــورریس دخلکـــو په ازادو اودموکراتیکـــو رایوواوټاکنـــو سره وټاکل ســو دټول ټاکنې په پروســــه کی دیوشمیرکاندیدانودپلویانواودیو شمیر قــومانــدانسالارنو اوزورمندانولخـــواسربیره پر لاس وهنـــو ډیراشتباهـــات اودرغلی هم په بعضی سیمو کښی رامنځته شوي . خوپه سیاسی اوټوليزه توگه دغه ټول ټاکنی افغانانو ته دریاست جمهوری دمقام دټاکلواوتعینولو دپاره دخپلورایوپه ورکول سره لمړی ځل په دموکراتیک شکل سره څه ناڅه دښو لاسته راوړنو ټول تاکنی گڼل كېږي اودسياسي اړخه جنګ ځپلی افغانانو وكولاى شول چې دژوند تر ټولوپه سخت ازمون كې بريالي شي او دولسمشرۍ ټول ټاكنې په برياليتوب سره ترسره كړې ،نوهمدااوس چې پارلماني ټول ټاکنی هم زموږپه ګران هیوادکی څه موده وروسته ترسره کیږی اوپدی هکله دپارلمانی استازودټاکنی لپاره ددولت لخواتبليغات اوکمپاین هم صورت ومونداودااوس هم دغه پروسه جریان لری په هیوادکی دادوه دری میاشتی کیږی چی جنګ جګړوهم زوراخیستی دمخدره موادو،دوسلو،دتاریخی اثارو،دقیمتی معدنی ډبروقاچاقبران،قوماندانسالاران، دمسلحوافراطی ګروپونواوبانډګروپونومشران دخپل زور،قدرت ،مسلحوخلکو،وسلواوپیسو نه په کاراخیستلوسره دهیوادپه ځینوسیموکښي زموږبیچاره اوخوارخلک اواولسونه یي دخپلو غوښتونواو ظالمانه اوغیرانسانی اعمالودسرته رسولو په خاطرترروحی اوجسمی فشارلاندی راوستی دی چې یا دوي ته اویا ددوي په خوښه ددوي دانتخاب وړکاندی ته بایدټول خلک خپلی رای ورکړی چې ددوي داکړنی دیوواقعی،اصولی اودموکراتیکوانتخاباتودپروسی دعملی کیدلودپاره خنډاوغیر دموکراتیک واقع کیږی اوخلک نه شی کولای چې خپل دخوښی وړکاندیدته خپله رای ورکړی که دولت دزورمندانواوقوماندان سالارانوددی غیرانسانی اوغیردموکراتیک اعمالو،کړنواوخودسریومخه وونه نیسی بیانو دغه ډول بې بندوباري اوبي دسپلینه چاري ددېموكراسی بنسټونه په ټولنه كې كمزوري كوي اوپه ټولنه کی دموکراسی تش پرژبه اودکاغذپرمخ باندی به وي اوبس،ځکه دې مسلی دافغانستان راتلوونکوپارلمانی ټاکني ته په پام کی نیولوسره ،زموږ په ګران هیواد کی په نوموړوټاکنوکی دامنیت په هکله هم اندیښني زیاتي کړي دي . /
دمشعل دجریدی ددریم کال دپنځمی ګڼی څخه
August 28th, 2005


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات